هند مقبوضه كشمير كښې د ناوړه وضعې څخه پام ګرځولو له په پاكستان تورونه لګوي

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي هند مقبوضه كشمير كښې د ناوړه وضعې څخه پام ګرځولو له په پاكستان تورونه لګوي٬بايد هند پاكستان سره خبرې اترې وكړي او ټولې شخړې د خبرو اترو د لارې هوارې كړي۔ده د زيارت په ورځ پاكستاني خبريالانو سره خبرې اترې كولې۔په دې موقع د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز٬خاص مرستيال طارق فاطمي او په امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيره مليحه لودهي هم موجود وه۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو سېكتر ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو او د هندي تشدد په اړه ډوزيئر سپارل شوي چې پكښې 107 كشميريان مړه٬ګڼ ژوبل او 150 څخه زيات د پيلټ ګنز په كارولو ړانده شوي٬ ده ووئېل عمومي سېكتر داسې عكسونه وړاندې نه وو كتلې٬دا ډوزيئر د سلامتي كونسل مستقل غړيو برتانيې٬چين٬فرانس٬روس او امريكې له به هم وركولې شي۔ده ووئيل د دې كمپائن مقصد په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم په ډاګه كول دي٬وزيراعظم ووئيل ملګرو ملتونو ته وركړې كېدونكې ډوزيئر د يو پراسېس د لارې وركړی شوې۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د ملاقات نه وړاندې هغه ته خط ليكلې شوې ؤ چې پكښې د كشمير په مسئله د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عملدرآمد په حقله زور راوړولې شوې ؤ دغسې مقبوضه كشمير ته د فيكټ فائنډنګ مشن لېږلو هم وئېلي شوي ؤ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر دا وړاندېز ستائېلې چې پكښې هغه ته د هند او پاكستان سره د كشمير مسئلې هواري له وئېلي شوي ۔هغه په دې زور راوړې چې په كشمير د ملګرو ملتونو قراردادونه هم شته او دا د نړۍ ذمه واري ده چې په هغې عملدرآمد وكړي۔وزيراعظم ووئيل ما بان كی مون ته وئېلي دا د ملګرو ملتونو په خپله ګټھ كښې ده چې خپل تشخص لپاره په دې قراردادونو عملدرآمد وكړي۔وزيراعظم ووئيل كشميريان د څو لسيزو راهسې غلامان جوړ كړي شوي او دا يو فطري خبره ده چې كشميريان د دې په ضد غبرګون لري خو هند په پاكستان د تورونو لګولو كمپائن چلوي ۔وزيراعظم ووئيل ما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د نړيوالو لارښودو سره په ملاقاتونو كښې د كشمير مسئله پورته كړې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر ته مو كشمير ته د فيكټ فائنډنګ ډلې لېږلو وړاندېز كړې كوم چې هند رد كړې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان به د كشميري اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔په دې موقع خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري ووئيل دا ادعا سمه نه ده چې پاكستان په نړۍ كښې يوازې كېږي داسې تاثر غلط دے۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه پاكستان ته نوې اهميت وركوي هم دغه وجه ده چې دا به تر چين تر ټولو نزدې تجارتي لار وي۔وزيراعظم ووئيل دا پروژې سيمه كښې د پرمختګ او څوكالۍ ذريعه ګڼلې كېږي۔ده ووئيل د ايران اولس مشر روحاني چاه بهار او ګوادر بندرګاهونو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دې سره به سيمه كښې تجارتي موقعو ته وده تر لاسه شي ۔خارجه سېكتر ووئيل نړيوالو لارښودو سره وزيراعظم په ملاقات كښې د پاكستان اقتصادي تجديد٬د توان بحران او د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د پاكستان كردار ستائېلې دې