د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه سره د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو وليدل

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه سره د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو د زيارت په ورځ ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې ډلو د سيمې په اوسنۍ وضعه او د پاكستان او هند ترمينځه تاؤ تريخوالي زياتېدو په خطرو هم د خيالاتو څرګندونه وشوھ۔ د قامي سلامتيا سلاحكار د برتانيې د تشويش هركلے وكړو او په ډاګه يې كړه چې د هندي اشتعال انګيزۍ سره پاكستان به سنجيده طرزعمل دوامداره ساتي۔ده ووئيل د هند نور اشتعال انګيزي سيمې لپاره زيانمنده ګرځېدې شي۔دې لپاره به ډلو له د زغم٬سنجيدګۍ او ذمه وارۍ څرګندونه كول وي۔ده د برتانيې د اړخه سيمه كښې زيات شوې تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره مثبت كردار وستائېلو۔د قامي سلامتيا سلاحكار د برتانيې هائي كمشنر د مقبوضه كشمير صورتحال په اړه خبر كړو۔ده په مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس په هلو ځلو هم رڼا واچوله