ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د پاكستان او نيپال ترمينځه دوه اړخيزه آزاد تجارت لوظ نامې ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو په حاجت زور راوړې۔وزيراعظم محمد نواز شريف سره د شورو په ورځ د نيپال خارجه وزير پريكاش سرن ماهت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع وليدل۔په دې موقع وزيراعظم د نيپال خارجه وزير ته ووئيل زما د اړخه د نيپال وزيراعظم پشپاكمال داهل له د وزيراعظم په ذمه وارۍ سنبهالولو د نيكو هيلو پېغام ورورسوه ۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو له به په ګډه كار كولې شي۔په دې موقع د نيپال خارجه وزير ووئيل پاكستان د سوئېلي آسيا مهم هېواد دے او مونږ هيله لرو چې دوه اړخيزه اړيكې به لا قوي كړی شي۔وزيراعظم نواز شريف د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك تجارت زياتولو له په موقعو رڼا واچوله۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دا وخت دوه اړخيزه تجارتي حجم 13 لكه 60 زره ډالره دے۔د دواړه هېوادونه د كركيلې٬فارماسيوټيكل٬انفراسټركچر او آټو موټو انډسټري په څانګو كښې په ګډه كار كولې شي۔پھ دې موقع د سارك پشمول په نورو ګڼ اړخيزه فورمونو په كچه پھ مرسته هم غور وشو۔وزيراعظم ووئيل مونږ راروانه مياشت اسلام آباد كښې د سارك مشرانو غونډه كښې د نيپال وزيراعظم هركلي كولو ته سترګې په لار يو