
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزير اسحاق ډار سره د ورلډ بانك ډلې آپرېشنز پالېسي اينډ كنټري سروسز دوهم صدر هارټ وګ شېفر ليدلې دي ۔په دې موقع د خزانې وزير د ده هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د ورلډ بانك ډلې سره مرستې ته اهميت وركوي۔ده ووئيل تېرو دريو كلونو په مهال حكومت كاميابۍ سره اقتصادي اصلاحات كړي۔په دې لړ كښې د ورلډ بانك او نورو پرمختيائي همكارو مرسته ستائيو۔د خزانې وزير ووئيل حكومت هېواد كښې د لوډ شېډنګ ختمولو او د انفراسټركچر ښه كولو لپاره كار كوي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو كوټلي پرمختيائي 17 اهداف ته پام لرنه كوو او د دې نه ځانله پاكستان فنانشنل ايكشن ټاسك فورس سره په ګډه كار كړې۔د خزانې وزير هغه تېرو دريو كلونو په مهال د بينكنګ٬ كارپورېټ ګورننس او فنانشنل منيجمنټ په څانګو كښې د قانون سازۍ په اړه هم خبر كړو۔پھ دې موقع هارټ وګ شېفر تېرو دريو كلونو په مهال په ښه اقتصادي كاركردګۍ د خزانې وزير له مباركي وركړه۔ده ووئيل د تربيلې پراختيا كښې مرستې له راروان قسط بانك منظور كړی۔په دې موقع د خزانې وزير د نړيوال بانك صدر ډاكټر جم يونګ كم قيادت ستائېلو سره ووئيل پاكستان د هغه پنځه كلنې مودې لپاره بيا ټاكلے كېدو لپاره د نامزدګۍ تجويز وركړې۔په دې موقع د بېلو وزارتونو اعلٰی چارواكي موجود وو