اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د ترهه ګرۍ په شمول په سختو جرمونو كښې د ككړو نورو 7 ترهه ګرو د مرګ سزا د پريكړو توثيق كړې دې ۔پوځي عدالتونو په جرم ثابتېدو دغه ترهه ګرو ته د مرګ سزا اورولې وه۔د آئي اېس پي آر لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي تفصيلات له مخې محمد قاسم٬عابد علي او محمد دانش د بېلو كالعدم تنظيمونو غړي وو۔د قانون نافذ كونكو ادارو پشمول د پوليس انسپكټر علي اصغر ٬هېډ كانسټېبل راجه طارق٬ وژلو په كاروائيو كښې ككړ وو۔پوځي عدالتونو په جرم ثابتېدو هغوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔سيد جهانګير او ذيشان فرقه وارانه مرګونو او په قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو۔پوځي عدالتونو په جرم ثابتېدو هغوي ته د مرګ سزا اورولې وه۔معتبر خان او رحمان الدين د تحريك طالبان پاكستان غړي وو هغوي وسله والو ځواكونو ٬قانون نافذ كوونكې ادارې او امن كمېټۍ په نښه كړی وه ٬دغه مجرمانو د مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو اعتراف كړی۔دغسې هغوي ته د مرګ سزا اورولې شوې۔د زيارت په ورځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د دغه ټولو ترهه ګرو د مرګ سزا د پريكړو توثيق وكړو