خواجه سعد رفیق د ملتان رېل د پېښې پلټنې په 72 ساعتونو كښې د ترسره كولو امر وكړو

اسلام آباد 15 ستمبر(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفیق د ملتان رېل د پېښې پلټنې په 72 ساعتونو كښې د ترسره كولو امر كولو سره په مرګ ژوبله د غم دړد څرګندونه كړې۔ د نجي ټي وي راپور له مخې وفاقي وزير اړوند چارواكو ته په 72 ساعتونو د پلټنو بشپړولو امر كړے۔ ده په دې موقع په پېښه كښې په مرګ ژوبله هم د افسوس …

اسلام آباد 15 ستمبر(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفیق د ملتان رېل د پېښې پلټنې په 72 ساعتونو كښې د ترسره كولو امر كولو سره په مرګ ژوبله د غم دړد څرګندونه كړې۔ د نجي ټي وي راپور له مخې وفاقي وزير اړوند چارواكو ته په 72 ساعتونو د پلټنو بشپړولو امر كړے۔ ده په دې موقع په پېښه كښې په مرګ ژوبله هم د افسوس څرګندونه كولو سره د حق رسېدلو بخښې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ د پاكستان رېلوے چيف اېګزېكټو افسر وئيلي دي چې پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو له به معاوضه وركولې شي۔