په پاك افغان پوله د فتنة الخوارج په مركزونو مؤثره كارروائيو كښې د فتنة الهندوستان 26 ترهګر ووژل شول:عطاء تارړ

  اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) پاكستان كښې له اوسنيو ترهګريزو بريدونو څخه وروستو پاك افغان پولې ته نزدې سيمو كښې د فتنة الخوارج پټڼ ځايونه په نښه كړے شول ، په دې كارروائيو كښې د فتنة الهندوستان 26 خارجيان ووژل شول۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د شورو په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې ووئيل په پاکستان كښې د اوسنيو ترهګرو بريدونو په كومو …

 

اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) پاكستان كښې له اوسنيو ترهګريزو بريدونو څخه وروستو پاك افغان پولې ته نزدې سيمو كښې د فتنة الخوارج پټڼ ځايونه په نښه كړے شول ، په دې كارروائيو كښې د فتنة الهندوستان 26 خارجيان ووژل شول۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د شورو په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې ووئيل په پاکستان كښې د اوسنيو ترهګرو بريدونو په كومو كښې چې په 9 جون 2026 موسیٰ درہ كښې د فېډرل كانسټېبلري په چوكۍ بريد ، په 2 جون 2026 شمالي وزیرستان كښې په پوځي پوسته ځانمرګے بريد او په 9 مئی 2026 په بنو پولیس اسټېشن ځانمرګے بريد شامل دے ٬ څخه وروستو په پاکستان-افغانستان پولئېزو سيمو كښې د فتنة الخوارج پټ ځايونه په نښه كړے شول۔ په دې كارروائيو كښې د هند ملاټر لرونكي 26 خوارج ووژل شول۔ په كارروائيو كښې څلور هدفونه په بشپړه توګه تباه كړے شول په كومو كښې چې يو تربيتي مركز ، يو پټن ځائے ، د وسلې او ګوله بارود ذخيره او د فتنة الخوارج قومندانانو علیم خان خوشحالی او اختر اېم جاني مركزونه شامل وو۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان تل په منطقه كښې امن او استحکام له خوښي لرلې ده خو د خپلو وګړو د ځان او مال تحفظ زمونږلوړومبۍ پام لرنه ده۔ د وفاقی اېپکس کمېټۍ لخوا د منظور كړې شوي ویژن “عزمِ استحکام” لاندې به د پاكستان امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې د ترهګرۍ په ضد خپلې كارروايۍ په مكمل قوت سره روانې ساتي دغسې چې په بهرنۍ سرپرستۍ كښې روانه ترهګري هېواد څخه ختمه كړې شي