اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاکستان مراکش سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رورولۍ روابط په مشتركه عقيدې٬ تاريخي تجربو او په كلتوري مماثلتونو اډانه دي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف پاکستان كښې د مراكش سفیر مصطفیٰ صلاح الدین سره ملاقات كښې كړې چا چې وزيراعظم سره په وزيراعظم هاٶس كښې الوداعي ملاقات وكړو۔ ده د …
پاکستان مراکش سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ روابط په مشتركه عقيدې٬ تاريخي تجربو او په كلتوري مماثلتونو اډانه دي
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاکستان مراکش سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رورولۍ روابط په مشتركه عقيدې٬ تاريخي تجربو او په كلتوري مماثلتونو اډانه دي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف پاکستان كښې د مراكش سفیر مصطفیٰ صلاح الدین سره ملاقات كښې كړې چا چې وزيراعظم سره په وزيراعظم هاٶس كښې الوداعي ملاقات وكړو۔ ده د موده ترسره كوٶنكي سفير د دوه اړخيز اړيكو ودې لپاره د خدماتو ستائنه كولو سره هيله ولرله چې د شريكو ګټو په بېلا بېلو څانګو كښې ودې لپاره به د ھغه د قدر جوګه هڅې سباٶن كښې هم روانې وي۔ مصطفیٰ صلاح الدین د خېرسګالۍ په جذباتو د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل چې په اسلام آباد كښې د سفارتي مودې په مهال د پاكستان ښه مېلمستيا د ستائنه وړ ده۔ ده د وزیراعظم په مشرۍ كښې د اوسني حكومت د اقتصادي بحالۍ ستائنه كولو سره ووئيل تاريخي سي پېك منصوبه او ټول هېواد كښې د انفرسټركچر بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو پاكستان خارجي سرمايه كارو لپاره يو مثالي هېواد جوړ كړېدے۔











