په وادي راجګال كښې د پاك پوځ زمكيزه او هوائي كاروائي- 9 ترهه ګر مړه – 4 ژوبل – 6 پټ ځايونه تباه كړې شول ۔ آئي اېس پي آر

پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ د خېبر ايجنسۍ راجګال وادي كښې د خالي په ورځ د زمكيزې او هوائي كاروائۍ په مهال 9 ترهه ګر مړه او 4 نور ژوبل شوي دي۔ بلخوا د پاك هوائي ځواك جېټ الوتكو د ترهه ګرو د وسلې يو ګودام په شمول 6 نور پټ ځايونه تباه كړي دي۔ د پاك پوځ د روان خېبر III آپرېشن په مهال د وژل شويو ترهه ګرو شمېره 36 ته رسېدلې۔ او 15 نور ترهګر ژوبل دي۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پرېس ريليز كښې وئيلي شوي چې افغان پولې ته نزدې دنګو غرونو كښې د ترهه ګرو 6 ځايونه تباه كړې شوي دي۔ فضائي كاروائۍ څخه وروستو زمكيزه كاروائي وكړې چې په نتيجه كښې ئې 9 ترهه ګر مړه او 4 نور ژوبل شوي دي