مقدونيه كښې د كډوالو د قاچاق كولو په شك د 5 پوليس اهلكارو پشمول 19 كسه نيولې شوي

سكوپي 21 جولائي (اے پي پي) مقدونيه كښې د كډوالو د قاچاق كولو په شك د 5 پوليس اهلكارو پشمول 19 تكسه نيولې شوي دي ۔د الماني مېډيا له مخې د مقدونيه د كورنيو چارو وزارت په يو بيان كښې وئېلي دي د دې ډلې نور درې شكمن كسان تښتېدلې دي او لټون لپاره يې چاپې وهلې شي۔د حكومتي بيان له مخې دا كسان د تېر كال د پېل نه په ملكي او نړيواله كچه په دې دنده كښې بوښت وو۔د چارواكو له مخې په دې ډله د شوكې كولو نه علاوه د وسلې او د نشه اي توكو د قاچاق تورونه هم لګولې شوي