د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خپل ايراني همڅنګ سكندر مومني سره ملاقات

بشکیک۔5جون  (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سید محسن نقوی د شنګھائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو د كورنيو چارو او پبلك سكيورټي وزيرانو خصوصي غونډې په مهال خپل ايراني همڅنګ سكندر مومني سره مهم ملاقات وكړو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كرغستان په پلازمينه بشكيك كښې شوي دې ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو ٬ د داخلي سلامتيا په چارو او …

بشکیک۔5جون  (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سید محسن نقوی د شنګھائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو د كورنيو چارو او پبلك سكيورټي وزيرانو خصوصي غونډې په مهال خپل ايراني همڅنګ سكندر مومني سره مهم ملاقات وكړو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كرغستان په پلازمينه بشكيك كښې شوي دې ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو ٬ د داخلي سلامتيا په چارو او منطقه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو وزيرانو په منطقه كښې تلپاتي امن لپاره د سفارتي هڅو تسلسل سره د جاري پاتې كېدو په حاجت زور راوړو۔