د كره ارض تحفظ او د موسمياتي بحران مخنيوي له د اجتماعي هڅو پياړتيا د وخت ضرورت دے: سېنېټر اسحاق ډار

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د موسمياتي بحران مقابلې له د اجتماعي هڅو لا پياوړې كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د كره ارض تحفظ او د موسمياتي بحران مؤثره مخنيوي له  د اجتماعي هڅو مضبوطولو عزم لري۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې ددې خيالاتو څرګندونه هغه د ماحوليات ورځې په موقع …

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د موسمياتي بحران مقابلې له د اجتماعي هڅو لا پياوړې كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د كره ارض تحفظ او د موسمياتي بحران مؤثره مخنيوي له  د اجتماعي هڅو مضبوطولو عزم لري۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې ددې خيالاتو څرګندونه هغه د ماحوليات ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو دلاسه په زياتو ځپلې شوو هېوادونو كښې شامل دے او ددې باوجود د پرله پسې سېلابونو ٬ د ګلېشيئر تندۍ سره ويلي كېدو ٬ اوچ كالۍ ٬ سختې ګرۍ او د اوبو د زياتتېدونكي فشار په څير چېلنجونو كښې د ثابت قدمۍ او عزم څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د كره ارض تحفظ او د موسمياتي بحران مخنيوي له د اجتماعي هڅو پياړتيا د وخت ضرورت دے۔ ده ووئيل په قامي كچه حكومت ماحولياتي تحفظ د خپلو پالېسي ترجيحاتو مركز برخه جوړولو عزم لري۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان موسمیاتی بدلونونو سره هم آھنګ رهائشی منصوبو، د صفا توان پلو تندۍ سره منتقل كېدو او ماحول دوست او تلپاتې تعميراتي تګلاو ته وده وركولو له عملي ګامونه پورته كوي٬ بياهم د بحران سنګيني ددې تقاضا كوي چې نړيواله ورورولي دې مشتركه او مؤثر ګامونه باوري كړي۔ ده په دې موقع د آذربائیجان حکومت د نړيوال يوم ماحوليات 2026 په كوربتوب كولو مننه كولو سره وئويل پاكستان د نړيوالو ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي له نړيواله همكارۍ او تعميري مكالمې ته وده وركولو كښې د آذربائیجان د لارښودنې هڅو ستائنه كوي۔

مزید خبریں