اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او) خارجه وزيرانو كونسل 30 مې غونډې په موقع د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكرټري اسماعيل ولد شېخ احمد سره ملاقات وكړو او د او آئي سي د اسلامي نړۍ متحد او مؤثر غږ جوړولو له يۍ د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ د خارجه …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د او آئي سي عمومي سېكرټري اسماعيل ولد شېخ احمد سره ملاقات ٬ او آئي سي د اسلامي نړۍ متحد او مؤثر غږ جوړولو له د پاكستان د عزم پخلې

مزید خبریں
اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او) خارجه وزيرانو كونسل 30 مې غونډې په موقع د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكرټري اسماعيل ولد شېخ احمد سره ملاقات وكړو او د او آئي سي د اسلامي نړۍ متحد او مؤثر غږ جوړولو له يۍ د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم عمومي سېكرټري ته د خپل منصب ذمه وارو له سنبالولو وروستو د اسلام آباد اولنۍ دورې په كولو هركلې ووې او او آئي سي د اسلامي نړۍ يو مضبوط او مؤثر غږ جوړولو له يۍ د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ هغه د تنظيم مقاصد ترلاسه كولو له د پاكستان لخوا د پرله پسې ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ عمومي سېكرټري د ايران او امريكا جنګ په مهال په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د پاكستان سفارتي هڅې وستائلې۔ ده د اسلامي مرستې تنظيم كښې د پاكستان فعاله كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دواړو لارښودو د اسلامي مرستې تنظيم په پلېټ فارم د نزدې رابطې په ساتلو اتفاق وكړو او د كشمير او فلسطين د خپلواكۍ حق لپاره يۍ د هغوي د ستړو بشپړ ملاتړ له د خپل عزم پخلې وكړو۔









