مانسهرہ۔ 15 نومبر (اے پی پی) په مدرسه ام القریٰ بټ دریاں مانسهرہ كښې د قرآن پاك حفظ كونكو 49 طالبعلمانو باوقاره دستوره وشوه۔ د اتوار په ورځ شوې دې دستورې مشري مذهبي شخصيت حاجي اېم رياض كوله۔ په دستوره كښې د ګردې ضلعې علماﺀ كرامو ٬ د ديني او مذهبي حلقو په شمول د هر مكتبه فكر مشرانو ګډون وكړو۔ په دې موقع عالم دین خطیب مولانا سعید الرحمان، …
مدرسه ام القری مانسهره كښې د قرآن پاك حفظ كونكو د دستار بندۍ باوقاره دستوره وشوه

مزید خبریں
مانسهرہ۔ 15 نومبر (اے پی پی) په مدرسه ام القریٰ بټ دریاں مانسهرہ كښې د قرآن پاك حفظ كونكو 49 طالبعلمانو باوقاره دستوره وشوه۔ د اتوار په ورځ شوې دې دستورې مشري مذهبي شخصيت حاجي اېم رياض كوله۔ په دستوره كښې د ګردې ضلعې علماﺀ كرامو ٬ د ديني او مذهبي حلقو په شمول د هر مكتبه فكر مشرانو ګډون وكړو۔ په دې موقع عالم دین خطیب مولانا سعید الرحمان، مفتی شهزاد، مولانا قاری طفیل، مولانا عادل شهزاد ریاض، مولانا قاری شوکت، مولانا هارون الرشید، مهتمم مدرسه ام القریٰ بټ دریاں مولانا قاری عبدالحئ، حافظ عبدالباسط، د صوبائي اسمبلۍ پخوانو غړو مفتی عبید الرحمٰن، عبدالستار خان، بېرسټر سنګین سلطان خان او نور نوموړي شخصيات موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې علماﺀ كرامو د قرآن پاك د حفظ او په دې د عمل كولو په اهميت او فضيلت رڼا واچوله۔ د دستار بندۍ باوقاره دستورې په پايه كښې د جوماتونو او مدرسو تعمير او پرمختګ په شمول د هېواد امن او سوكالۍ له اجتماعي دعا وكړې شوه۔











