اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د پاکستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د انټرنېشنل تعظيم حرمېن شريفېن كونسل عمومي سېكټري حافظ طاهر محمود اشرفي ویلي دي چې د حرمېن شريفېن ساتنه د ټولې اسلامي نړۍ د ايمان او عقيدې معامله او زمونږ سره کرښه ده۔ د اتوار په ورځ په یو وېډیو بیان کښې هغه د حوثیانو بریدونه په کلکه وغندل او د سعودي د دفاعي ځواکونو چمتووالي او د بریدونو …
د حرمېن شريفېن تحفظ د ټولې اسلامي نړۍ د ايمان او عقيدې معامله او زمونږ سره كرښه ده: طاهر اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د پاکستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د انټرنېشنل تعظيم حرمېن شريفېن كونسل عمومي سېكټري حافظ طاهر محمود اشرفي ویلي دي چې د حرمېن شريفېن ساتنه د ټولې اسلامي نړۍ د ايمان او عقيدې معامله او زمونږ سره کرښه ده۔ د اتوار په ورځ په یو وېډیو بیان کښې هغه د حوثیانو بریدونه په کلکه وغندل او د سعودي د دفاعي ځواکونو چمتووالي او د بریدونو د شنډولو لپاره د ترسره شویو اقداماتو ستاینه یې وکړه۔ هغه وویل چې وروستي بریدونه، چې پکښې دوه بالستیک توغندي، درې کروز توغندي او څلور ډرون شامل دي، چې هدف یې سعودي عربستان په نښه کول دي، د اندیښنې وړ دي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي وویل چې د حرمېن شريفېن ساتنه د ټولې اسلامي نړۍ او زمونږ سره كرښه او د ایمان او عقیدې مسئله ده۔ هغه وویل چې د پاکستان حکومت، اولس ، علماﺀ كرام او مشایخ او اسلامي حكومتونه حوثیان یو ترهګر او یاغي تنظيم ګڼي كوم چې د یمن او سعودي عربستان په حکومتونو او ولس بریدونه کوي.اسلامي نړۍ او نړیواله ټولنه باید د حوثیانو د ترهګرۍ له منځه وړلو او په سیمه کښې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره هر ممکنه مؤثر ګام پورته كړي۔ هغه د اسلامي مرستې تنظيم ٬ ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د سعودي عربستان او یمن د بې ګناه خلکو د ساتنې او د بریدونو د مخنیوي لپاره سمدستي او عملي ګامونه پورته کړي۔ ده ووئيل د پاکستان علماﺀ كرام او ولس د حرمېن شرېفېن دفاع او د سعودي عربستان د امنیت او ثبات لپاره د سعودي مشرتابه او خلکو تر څنګ ولاړ دي۔(اے پي پي وا ١٨٤٥)










