فلسطينې ولس سخت عدم تحفظ او بشري بحران سره مخ دې: برجېس طاهر

سانګله هل۔ 15 نومبر (اے پی پی) پخواني ګورنر ٬ د كشمير او ګلګت بلستان چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مركزي نائب صدر چوهدري اېم برجېس طاهر وئيلي دي د غزه مظلوم ولس تېرو څو كلونو راهېسې چې كوم ظلم او جبر سره مخ دي هغه د بشري تاريخ يو دړدېدلې باب دې۔ د جنګ بندۍ باوجود غزه كښې اسرائيلي بريدونه ٬ ډزې او د ګوله بارۍ …

سانګله هل۔ 15 نومبر (اے پی پی) پخواني ګورنر ٬ د كشمير او ګلګت بلستان چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) مركزي نائب صدر چوهدري اېم برجېس طاهر وئيلي دي د غزه مظلوم ولس تېرو څو كلونو راهېسې چې كوم ظلم او جبر سره مخ دي هغه د بشري تاريخ يو دړدېدلې باب دې۔ د جنګ بندۍ باوجود غزه كښې اسرائيلي بريدونه ٬ ډزې او د ګوله بارۍ پېښو جاري پاتې كېدل ٬ د بې كوره كړې شوو كورنيو ستونزې او د اوسنيو بارانونو دلاسه تباه شوې خېمې ددې خبرې ثبوت دې چې فلسطينې ولس نن هم سخت عدم تحفظ او بشري بحران سره مخ دې۔ ده ووئيل امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او اسرائيلي وزيراعظم نېتن ياهو له به په دې خبره پوهېدل وي چې فلسطينې اولس يوازې امن منصوبو ٬ سياسي بيانونو او وعدو ته نه بلكې عملي انصاف ٬ تحفظ ٬ د آزادۍ او خپلواكۍ حق ته اړتيا لري۔

مزید خبریں