پېنډۍ۔14نومبر (اے پی پی) ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د جمهوریه ازبکستان سرکاری دورې په مهال د ازبكستان د دفاع وزير لېفټېننټ جنرل بوتیر قدرتھودجائیف بهرومووچ او نائب وزیر دفاع و کمانډر ایئر ډیفنس اېنډ ایئر فورس مېجر جنرل برخانوف احمد جامولووچ سره د لوړې كچې ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چې په سيمه ييزه سلامتيا ٬ دفاعي اړيكو او دوه اړخيزه پوځي همكارۍ ته په وده وركولو …
د پاکستان او ازبکستان د دفاعی همكارۍ په زياتولو اتفاق ، فضائی مشقونو او پېشه ورو تبادلو ته په وده وركولو زور

مزید خبریں
پېنډۍ۔14نومبر (اے پی پی) ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د جمهوریه ازبکستان سرکاری دورې په مهال د ازبكستان د دفاع وزير لېفټېننټ جنرل بوتیر قدرتھودجائیف بهرومووچ او نائب وزیر دفاع و کمانډر ایئر ډیفنس اېنډ ایئر فورس مېجر جنرل برخانوف احمد جامولووچ سره د لوړې كچې ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چې په سيمه ييزه سلامتيا ٬ دفاعي اړيكو او دوه اړخيزه پوځي همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئی اېس پی آر له مخې د ازبکستان د دفاع وزير د پاک فضائیه پېشه ور مهارت ، آپرېشنل صلاحیتونه او جنګي استعداد وستائلو۔ نائب وزير دفاع سره ملاقات كښې په ګډ پوځي مشقونو ٬ منظم پېشه ورو تبادلو او د استعداد كار زياتولو د لارې دفاعي همكارۍ ته په لا پراختيا وركولو خبرې وشوې۔ ایئر چیف د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د ورورولۍ ژورې اړيكې په ډاګه كړې۔ د دواړو لخوا د آپرېشنل تیاريانو رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجيز په څانګو كښې د همكارۍ زياتولو عزم پخلې وكړې شو۔











