په وخت سكريننګ او تشخيص سره د ذيابيطس ممكنه رنځوران دې رنځ څخه ساتلې كېدې شي: د وزيراعظم د ذيابيطس نړيوالې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ګرده نړۍ كښې د خپور شوې ذيابيطس رنځ مخنيوي لپاره د موثره اقدامات او د شريكې مرستې په اهميت زور راوړلو سره ويلي دي چې په وخت سكريننګ او تشخيص سره د ذيابيطس ممكنه رنځوران دې رنځ سره مخ كېدو او د دې سنګينۍ څخه ساتلے كېدې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ګرده نړۍ كښې د خپور شوې ذيابيطس رنځ مخنيوي لپاره د موثره اقدامات او د شريكې مرستې په اهميت زور راوړلو سره ويلي دي چې په وخت سكريننګ او تشخيص سره د ذيابيطس ممكنه رنځوران دې رنځ سره مخ كېدو او د دې سنګينۍ څخه ساتلے كېدې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ذيابيطس نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف په ګرده نړۍ كښې د خپور شوې ذيابيطس رنځ مخنيوي لپاره د موثره اقدامات او شريكې مرستې په اهميت زور راوړي۔ ده ووئيل چې روان كال دا نړيواله ورځ د “ذيابيطس په ضد په وخت اقدامات” په سرخط لمانځلې كېږي۔وزيراعظم ووئيل ذيابيطس په ګرده نړۍ كښې صحت عامه لپاره لوې چيلنج دے ٬ په پاكستان كښې ذيابيطس په تندۍ سره خپرېدل د صحت عامه يو سنګينه مسئله جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د ذيابيطس مخنيوي او كنټرول پروګرام مرتب كړے دے٬ وفاقي حكومت دې پروګرام لپاره 6.8 اربه رقم بېل كړے دے دغسې چې ذيابيطس څخه بچ كېدو لپاره عملي اقدامات مضبوط او موثره كړې شي۔

مزید خبریں