اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری د فتنة الهندوستان 8 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ترهګر بريد كښې د شهادت درناوې ترلاسه كونكو مېجر عمر منهاس ناصر او حولدار اېم عدنان خان ته پېرزوئنې ډالۍ كړې۔ صدر آصف علی زرداری د شهيدانو كورنيو سره غمرازي …
صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان بېلو سيمو كښې د ترهګرو خلاف په كامياب آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری د فتنة الهندوستان 8 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كړې ده۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ترهګر بريد كښې د شهادت درناوې ترلاسه كونكو مېجر عمر منهاس ناصر او حولدار اېم عدنان خان ته پېرزوئنې ډالۍ كړې۔ صدر آصف علی زرداری د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ وړ دي۔ صدرِ مملکت ووئيل د شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ ختمولو قومي عزم لا مضبوطوي۔ هغه ووئيل د ترهګرو بزدلانه بريدونه زمونږ د امنيتي ادارو حوصلې كمزورې كولې نه شي۔











