وزيراعظم وزيرستان كښې په كامياب آپرېشنز كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزيرستان په مير علي ٬ دته خېل او نورو پېوستو سيمو كښې د كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن په مهال د هندي ملاتړ لرونكو 16 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او فوري كارروايۍ ستائنه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آپرېشن په مهال د خپل ګران …

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزيرستان په مير علي ٬ دته خېل او نورو پېوستو سيمو كښې د كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن په مهال د هندي ملاتړ لرونكو 16 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او فوري كارروايۍ ستائنه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آپرېشن په مهال د خپل ګران وطن دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو صوابۍ سره تعلق لرونكي حوالدار عصمت علي او مردان سره تعلق لرونكي نائيك آفتاب علي ته په درنو ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم د دواړو شهيدانو كورنيو سره غمرازي او شهيد شوو لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د ځوانانو قربانۍ د ترهګرۍ نوغې ويستلو قومي عزم لا مضبوطوي۔ ده ددې عزم پخلې وكړةو چې غېر ملكي ملاتړ لرونكې ترهګري ختمولو له به ددې خلاف جنګ بشپړ قوت ٬ عزم او ثابت قدمۍ سره روان ساتلې شي۔ وزیراعظم  ووئيل د عزم استحكام وژن لاندې د ترهګرۍ ناسور ختمولو له ټول قام او ټولې قانون نافذ كونكې ادارې امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړې دي۔

مزید خبریں