اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې دويمه نړيواله حسن قرأت مقابله 24 څخه تر 26 نومبر په اسلام آباد كښې كيږي په كومه كښې چې ګډون لپاره د او آئي سي 57 غړو هېوادونو په شمول د 11 نورو هېوادونو نوموړو قراﺀ كرامو څخه نامزدګۍ طلب كړې شوي دي۔ په دغه هېوادونو كښې روس، بوسنیا و ھرزیګووینا، هند ، چین، ایتھوپیا، فلپائن، جرمنی، تنزانیه، …
دويمه نړيواله حسن قرأت مقابله 24 څخه تر 26 نومبر په اسلام آباد كښې كيږي ، د 31 هېوادونو نوموړي قاريان پكښې برخه اخلي

مزید خبریں
اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې دويمه نړيواله حسن قرأت مقابله 24 څخه تر 26 نومبر په اسلام آباد كښې كيږي په كومه كښې چې ګډون لپاره د او آئي سي 57 غړو هېوادونو په شمول د 11 نورو هېوادونو نوموړو قراﺀ كرامو څخه نامزدګۍ طلب كړې شوي دي۔ په دغه هېوادونو كښې روس، بوسنیا و ھرزیګووینا، هند ، چین، ایتھوپیا، فلپائن، جرمنی، تنزانیه، فرانس، کینیا او مالدیپ شامل دې۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې تر دې دمه 31 هېوادونو څخه د قراﺀ كرامو نامزدګۍ ترلاسه شوي دي او د هغوي د وېزو اجراﺀ هم بشپړ كړې شوې ده۔ مصر او ایران څخه به نوموړي استاذان د ججانو په حېث په مقابله كښې ګډون كوي او د پاكستان نمائندګي به نوموړې نړيوال قاري قاري سيد صداقت حسېن كوي۔ دا نړيواله اجتماع به د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو او په نړيواله كچه ديني او كلتوري تړون لا مضبوطولو كشې مرستياله ثابت شي۔











