د كورنيو چارو وفاقي وزير بنو كښې په پوليس چوكۍ د خارجيانو بريد په ناكامه كولو پوليس او سي ټي ډي ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې په پوليس چوكۍ د خارجيانو بريد په ناكامه كولو پوليس او سټي ډي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د څلورو ترهګرو په وژلو د پوليس او سي ټي ډي پېشه ور صلاحيتونه او عزم وستائلو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا پولیس او سی ټی …

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې په پوليس چوكۍ د خارجيانو بريد په ناكامه كولو پوليس او سټي ډي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د څلورو ترهګرو په وژلو د پوليس او سي ټي ډي پېشه ور صلاحيتونه او عزم وستائلو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا پولیس او سی ټی ډی  ځوانانو مړانې سره د خارجيانو بريد ناكامه كړو۔ محسن نقوی ووئيل مونږ په خېبر پښتونخوا پوليس او د سي ټي ډي په مېړنو فرزاندانو وياړو۔ وفاقي وزير په خېبر پښتونخوا كښې امن په ځاې كولو له د پوليس او سي ټي ډي اقدامات وستائل۔

مزید خبریں