اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د پيپلز پارټي نائب صدر سينيټر شيري رحمان وئيلي دي باېد کوپ-31 كښې يوازې لوظونه نه بلكې ماحولياتي انصاف او ځپلو هېوادونو لپاره عملي ګامونه واغستلې شي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په کوپ-31 ماحولياتي کنفرنس كښې ګډون كونكې نائب صدرې سينيټر شيري رحمان خپل بيان كښې ووئيل پاکستان د ترکيه لخوا د کوپ-31 كوربتوب او مشرۍ ته په درنه سترګه ګوري٬ …
باېد کوپ-31 كښې يوازې لوظونه نه بلكې ماحولياتي انصاف او ځپلو هېوادونو لپاره عملي ګامونه واغستلې شي۔ سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د پيپلز پارټي نائب صدر سينيټر شيري رحمان وئيلي دي باېد کوپ-31 كښې يوازې لوظونه نه بلكې ماحولياتي انصاف او ځپلو هېوادونو لپاره عملي ګامونه واغستلې شي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په کوپ-31 ماحولياتي کنفرنس كښې ګډون كونكې نائب صدرې سينيټر شيري رحمان خپل بيان كښې ووئيل پاکستان د ترکيه لخوا د کوپ-31 كوربتوب او مشرۍ ته په درنه سترګه ګوري٬ پرمختللې هېوادنه دې د ماحولياتي بدلون متاثره هېوادونو سره د مالي مرستې خپل لوظونه ترسره كړي٬ شيري رحمان ووئيل په نړۍ كښې په فوسل فيول په كلنه توګه د 7 زره اربه ډالرو سبسډي وركړې كېږي ٬ دا وسائل په ماحولياتي تحفظ خرڅ پكار دي٬ د موجوده پاليسو له مخې د حرارت په نړيواله درجه كښې د 2.7 ډګري سينټي ګريډ زياتوالے اندېښن دے۔ دې ووئيل پاکستان لاس اينډ ډيميج فنډ څخه نزدې 58 ملين ډالرو خواست جمع كړے دے۔ شيري رحمان ووئيل پاکستان د چا نه خېرات نه بلكې د ماحولياتي انصاف او د مالي ذمه وارۍ غوښتنه كوي، کوپ-31 له به د لوظونو په ځائي د عملي اقداماتو د لارې ماحولياتي انصاف باوري كول وي۔











