وزيراعظم  شهباز شريف سره د بېرك مائننګ كارپوريشن پلاوي وليدل، كراچۍ او په ګوادر كښې د منرلز پراسيسنګ صنعت په جوړولو كښې سرمايه كارۍ لپاره د خوښۍ څرګندونه

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان د قدرتي وسائلو او د معدني دولت نه ډك هېواد دے، دې وسائلو څخه استفادې كولو سره د صوبې پرمختګ او د اولس خوشحالي زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره وزيراعظم د بېرك مائننګ كارپوريشن چيئرمېن جان تھورنټن په مشرۍ كښې پلاوي سره  ملاقات …

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان د قدرتي وسائلو او د معدني دولت نه ډك هېواد دے، دې وسائلو څخه استفادې كولو سره د صوبې پرمختګ او د اولس خوشحالي زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره وزيراعظم د بېرك مائننګ كارپوريشن چيئرمېن جان تھورنټن په مشرۍ كښې پلاوي سره  ملاقات كښې كړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ وزيراعظم ووئيل د ريكوډك په څېر لوبو منصوبو څخه به د بلوچستان اولس لپاره د روزګار، هنرمندۍ او د معاشي ترقۍ نوې موقعې راپېدا شي۔ وزيراعظم ووئيل  پاكستان خپل پراخه معدني وسائل پكار راوستلو او نړيوالئ سرمايه كارۍ لپاره نوې موقعې راپېدا كولو عزم لري۔ ده ووئيل  د ريكوډك منصوبه د پاكستان په معدني څانګه كښې د سرمايه كارۍ يو مهم سنګ ميل او د هېواد معاشي سباون لپاره مركزي اهميت لري۔ وزيراعظم ووئيل د ريكوډك منصوبې كاميابي به په پاكستان كښې د سباٶن معدني سرمايه كارۍ لپاره يو مثالي معيار وګرځي۔ وزيراعظم ووئيل د معدني څانګې پرمختګ لپاره د پاكستان حكومت پاكستان د تجارت، سرمايه كارۍ، بنيادي ډھانچه او په جديد ټيكنالوجۍ اډانه سازګار ماحول جوړوي٬  پلاوي د وزيراعظم او پاكستان حكومت د منرلز كنفرنس په تابيا په پاكستان كښې د معدني ترقۍ پلو يو مهم ګام وګرځولو٬ پلاوي په كراچۍ او ګوادر كښې د منرلز پراسيسنګ صنعت په جوړولو كښې سرمايه كاري لپاره د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم كښې د بيرك مائننګ كارپوريشن د ګډون هركلي كولو سره ووئيل ريكوډك منصوبه د پاكستان په معدني څانګه كښې يو مهم سنګ ميل دے چې كاميابي به ئې د سباٶن منصوبو لپاره هم يو مثال جوړ شي۔ په ملاقات كښې په پاكستان كښې معدني څانګې لپاره موزو پاليسۍ، ريګوليټري او د بنيادي ډھانچې په نظام هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم د ريكوډك نه علاوه هم د پاكستان د معدني څانګې پرمختګ لپاره د بيرك مهارت او تجربې څخه د استفادې كولو خواهش څرګند كړو  ۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو محمد اورنګزيب، علي پروېز ملك، خاص مرستيال طارق فاطمي، ليفټينينټ جنرال (ر) محمد ظفر اقبال او اړوند چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں