حکومت په هېواد كښې كوټلې، مسابقتي او تلپاتې معدني صنعت جوړولو عزم لري۔ علي پروېز ملك

  اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئيلي دي چې حکومت په هېواد كښې كوټلې، مسابقتي او تلپاتې معدني صنعت جوړولو عزم لري چې له مخې ئې د معدني وسائلو لټون، پراسيسنګ، ريفائننګ، د ټيکنالوجۍ منتقلي او نړيوال ويليو چينز كښې شموليت لپاره سرمايه کارۍ ته وده وركولې كېږي٬ حکومت د معدنياتو د لټون په هڅو كښې نړيوالو سرمايه كارو لپاره د …

 

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئيلي دي چې حکومت په هېواد كښې كوټلې، مسابقتي او تلپاتې معدني صنعت جوړولو عزم لري چې له مخې ئې د معدني وسائلو لټون، پراسيسنګ، ريفائننګ، د ټيکنالوجۍ منتقلي او نړيوال ويليو چينز كښې شموليت لپاره سرمايه کارۍ ته وده وركولې كېږي٬ حکومت د معدنياتو د لټون په هڅو كښې نړيوالو سرمايه كارو لپاره د ستراتېژك اهميت وړ معدنياتو ته خاص پاملرنه روانه ده۔ د جمعې په ورځ پاکستان منرلزانويسټمنټ فورم 2026 ته خپې وېنا كښې ده ووئيل چې حکومت هرې ذمه وارې كمپنۍ لپاره واضح مالياتي شرطونه وركول غواړي، دا شرطونه سرمايه کارو، د صوبو او وفاقي حکومت لپاره يو ډول زړه راښكونكې او منصفانه پكار دي۔ ده ووئيل چې حکومت د کان کنۍ ځايونه، لاجسټکس او په خاص توګه د تربيه لرونكې افرادي قوت تحفظ  لپاره عزم لري٬ د درنګونو د تعطل نه غېر آپريشنز او سازګار ماحول باوري كولو لپاره سکيورټي فريم ورك لاقوي كولو لپاره خاص انتظامات شوې دي۔ علي پروېز ملك ووئيل چې د داسې منصوبو د خطرو درست تعين ممکن نه دے د كومو چې په سائنسي بنيادونو پيمائش ونه كړې شي، وزيراعظم شهباز شريف د حکومت جيولوجيکل سروے آف پاکستان د لارې بهتر ارضياتي ډيټا جوړولو كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل چې په دې وروستۍ كښې د بلوچستان په چاغي او خضدار ضلعو كښې د معدنياتو لټولو د 40 نه زيات لائسنسونه جاري كړې شوې دي كوم چې او د ستراتېژك معدنياتو په څانګه كښې د نجي څانګې د زياتېدونكې شموليت عكاسي كوي۔ وفاقي وزير په سرمايه کارو زورراوړو چې ھغوې دې د ننداروتون د هال دوره وكړي، تکنيکي سيشنز څخه استفاده وكړئ او خپل اهم سوالونه په دې فورم پورته كړئ، د دې په ځاې چې دا يو مياشتې پس تر ټرم شيټ پړاٶ موخر كړې شي۔ ده د بېرك، آئيون هو، من ميټلز او نورو سنجيده سرمايه کار او شراکت دار مخاطب كولو سره ووېيل چې پاکستان د اوږدې مودې د کان کنۍ سرمايه كارۍ لپاره اوپن دے او حكومت د فورم ختمېدو نه وروسته عملي اقدامات او د موثره رابطو د لارې د سرمايه کارو اعتماد ترلاسه كولو كښې خوښي لري۔ وفاقي وزير د فورم د ټولو ګډون كوٶنكو مننه وكړه او د “پاکستان زنده باد” نعره ئې هم ووهله۔

مزید خبریں