د موسمياتي بدلون وړومبې او سخت ګزار په غره ايز ماحولياتي نظام پرېوځي٬ چې اثرات ئې ان دا چې د نړۍ آبي وسائل، انساني آبادي او معاشي هلې ځلې متاثره كوي۔ ډاکټر مصدق ملك

  انطاليه 13 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سينيټر ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي چې د موسمياتي بدلون وړومبې او سخت ګزار په غره ايز ماحولياتي نظام پرېوځي٬ چې اثرات ئې ان دا چې د نړۍ آبي وسائل، انساني آبادي او معاشي هلې ځلې متاثره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په تركيه كښې د COP-31 د لوړې كچې غونډې"Advancing the Mountain …

 

انطاليه 13 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سينيټر ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي چې د موسمياتي بدلون وړومبې او سخت ګزار په غره ايز ماحولياتي نظام پرېوځي٬ چې اثرات ئې ان دا چې د نړۍ آبي وسائل، انساني آبادي او معاشي هلې ځلې متاثره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په تركيه كښې د COP-31 د لوړې كچې غونډې”Advancing the Mountain Agenda”  ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په پاکستان كښې د 13 زره 500 نه د زيات ګليشيئرز نشاندهي شوې ده، كوم چې ده ېواد آبي نظام او د لكهونو په شمېر د كسانو سباون سره تړلے دے٬ د ګليشيئرز په تندۍ سره وېلي كېدل او د ګليشيئل ليک آؤټ برسټ فلډز زياتونو شويو خطرو په غره ايزو سيمو كښې د انسانانو ژوند٬ كورونه٬ انفراسټركچر او روزګار لپاره سنګين چېلنج جوږېږي۔ ډاکټر مصدق ملك ووئيل ګليشيئرز او د غره ايز ماحولياتي نظام تحفظ او د موسمياتي بدلون په اثرات په ښه ډول پوهې لپاره په نړيواله كچه سائنسي تحقيق، د ټيکنالوجۍ تبادله او مشترکه مرستې ته وده وركول ضروري ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په غره ايزو سيمو كېدونكې تحقيق نه يوازې ګليشيئرز بلكې په مېداني او قطبي سيمو كحې په موسمياتي خطرو پوه كښې هم مرستياله ثابتېدې شي۔ وفاقي وزير ووېيل چې پاکستان د نړيوال ګرين هاؤس ګيسونو په اخراج كښې د يو فيصد نه هم كمه برخه لري خو موسمياتي بدلون څخه په زيات ځپلې هېوادونو كښې شامل دے۔ ده واضح كړه چې موسمياتي بدلون يوازې يوه ماحولياتي مسئله نه ده بلكې د انساني بقا، معاشي استحکام او د نوي كول سباون سوال دے۔ د کلائميټ فنانس په حواله خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د موسمياتي مالي معاونت منصفانه او مساوي تقسيم باوري كولو ضروري دے۔ ده رامخې ته كړه چې د نړيوال کلائميټ فنانس لويه برخه زيات اخراج كوٶنكو معيشتونو ته ګرځولے شوے، او د موسمياتي بدلون سختو اثراتو سره مخ پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د موثره مالي او تکنيکي معاونت ضرورت دے۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راٶړو چې د موسمياتي بدلون مخنيوي له دې يوازې د اعلانونو او لوظونو نه مخكښې كېدو سره دې عملي اقدامات وكړې شي٬ د ده له مخې د غره ايز ماحولياتي نظام تحفظ، د ګليشيئرز نګراني، د سائنسي تحقيق، موسمياتي موافقت او د خطرو مخنيوي صلاحيت كښې اضافې لپاره د نړيوالې شراكتداري مضبوطول د وخت اهم ضرورت دے۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د غرونو تحفظ يوازې د غره ايزو هېوادونو ذمه واري نه ده بلكې يو نړيوال ضرورت دے، ځكه چې په دې ماحولياتي نظامونو كښې رامخئ ته كېدونكې بدلۍ د سرحدونو نه ماورا اثرات مرتب كوي۔ ده نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه وكړه چې موسمياتي انصاف، موثره مالي معاونت او سائنسي مرستې ته عملي شكل وركولو سره دې د مشترکه سباٶن تحفظ باوري كړې شي۔

مزید خبریں