اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د فتنه الهندوستان 74 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده د ترهه ګرو په ضد كاميابو كاروائيو د امنيتي ځواكونو پيشه وره مهارت او د صلاحيتونو ستائنه وكړه او وې وئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د فتنه الهندوستان 74 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د فتنه الهندوستان 74 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده د ترهه ګرو په ضد كاميابو كاروائيو د امنيتي ځواكونو پيشه وره مهارت او د صلاحيتونو ستائنه وكړه او وې وئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ او كاميابۍ د ستائنې وړ دي٬ ده ووئېل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو جرات مندانه كاروائۍ د وياړ وړ دي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل ترهه ګر او د هغوي سهولت كار پخپلو ناوړه مقاصدو كښې به چرته هم كامياب نه شي٬د پاكستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره غېر متزلزل عزم د ستائنې وړ دے۔











