جنيوا 13 نومبر (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ جنيوا، سوئټزرلينډ كښې د ميډيټيرينين شپنګ کمپنۍ (ايم ايس سي) دفتر كښې د کمپنۍ چيف ايګزيکټو آفيسر سورين ټوفټ سره مهم ملاقات کړې چې پكښې په پاکستان كښې د ممکنه سرمايه کارۍ او کمپنۍ د اړخه په پاکستان كښې کاروباري هلي ځلي زياتولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بورډ آف انويسټمنټ د اړخه …
وفاقي وزير قيصر احمد شيخ جنيوا كښې د ميډيټيرينين شپنګ کمپنۍ چيف ايګزيکټو آفيسر سورين ټوفټ سره وليدل، پاکستان كښې د سرمايه کارۍ موقعو لټولو كښې د خوښۍ څرګندونه

مزید خبریں
جنيوا 13 نومبر (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ جنيوا، سوئټزرلينډ كښې د ميډيټيرينين شپنګ کمپنۍ (ايم ايس سي) دفتر كښې د کمپنۍ چيف ايګزيکټو آفيسر سورين ټوفټ سره مهم ملاقات کړې چې پكښې په پاکستان كښې د ممکنه سرمايه کارۍ او کمپنۍ د اړخه په پاکستان كښې کاروباري هلي ځلي زياتولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بورډ آف انويسټمنټ د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير د پاکستان تزويراتي محلِ وقوع، تر سيمه ايزو منډيو رسنه او کراچۍ پورټ، پورټ قاسم او ګوادر پشمول د هېواد بندر ځايونو اهميت رامخې ته كړو۔ده ووئيل پاکستان د نړيوال تجارت، بحري رابطو او سيمه كښې تجارتي هلو ځلو ودي لپاره په زړه پوري امکانات لري۔ سورين ټوفټ په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ موقعو لټولو او هېواد كښې د کمپنۍ کاروباري هلو ځلو زياتولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير د خوښۍ لرلو هركلي كولو سره ووئيل ايم اېس سي نړيواله تجربه، پراخه بحري نيټ ورك او په نړيواله كچه قوي شته والې د پاکستان شپنګ، لاجسټکس او تجارتي څانګو لپاره مهمي موقعي پيدا كولې شي۔وفاقي وزير د ايم اېس سي پلاوي له د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه دغسې چې سرمايه کاري او د مرستي ممکنه څانګو عملي جاج واخستلے شي











