پاکستان اوږدې مودې لپاره د معدني سرمايه کارۍ مسابقتي منزل جوړول زمونږ هدف دے۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير

  اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل مونږ داسې د اوږدې مودې شراکت دارۍ ته وده وركول غواړو كومه چې د پاکستان او د هغې شراكت دارو لپاره د كوټلي معاشي قدر سبب وګرځي، معدني پرمختګ سره ځائې آبادو ته ګټه ورسول لازمي ده او د معدنياتو د سيمو وګړو ته بايد په خپل …

 

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل مونږ داسې د اوږدې مودې شراکت دارۍ ته وده وركول غواړو كومه چې د پاکستان او د هغې شراكت دارو لپاره د كوټلي معاشي قدر سبب وګرځي، معدني پرمختګ سره ځائې آبادو ته ګټه ورسول لازمي ده او د معدنياتو د سيمو وګړو ته بايد په خپل ژوند كښې ښه والې په نظر راشي۔ د جمعې په ورځ پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 ګډون كونكو ته خپلې وينا كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل د پاکستان معدني دولت کار آمد جوړول زمونږ اجتماعي قامي مقصد دے او هېواد د اوږدې مودې معدني سرمايه کارۍ لپاره يو مسابقتي منزل جوړول زمونږ هدف دے۔ غير ملکي سرمايه کارو ته بشپړه تحفظ باور كولو سره ده ووئيل د کان کني د ټول ماحولياتي نظام امنيت باوري كولو لپاره به هر ممكن اقدام کولې شي او دا به سباؤن كښې هم روان وي۔ ده په ښكاره ډول ووئيل د درنګونو، کيندونكو، سرمايه کارۍ، صنعتونو، منصوبو او دې سره تړون لرونكو ټولو كسانو له به بشپړه تحفظ وركولې شي۔ د معدني څانګي د پرمختګ په تګلاره رڼا اچولو سره چيف آف ډيفنس فورسز ووئيل زمونږ مقصد يوازې خام مال برآمد کول نه دي، بلکه تر ريفائننګ او مينوفيکچرنګ ټول ويليو چين په هېواد كښې دننه جوړول دي۔ د قومي عزم څرګندوني سره فيلډ مارشل ووئيل د پاكستان اولس محنتي، بهادر او پرعزم دے څوك چې خوابونه په تعبير كښې د بدلولو په زړه پوري صلاحيت لري۔ ده ووئيل زمونږ قدرتي وسائل موقعې وركوي دغسې د نتيجو ترلاسه كولو لپاره زموڼږ وګړي د طاقت او عزم اصل سرچينه ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې مونږ له به د صلاحيت څخه پيداوار پلو، په لوظونو د عمل په پلو او خام برآمدات څخه ويليو ايډډ ګروتھ پلو تلل وي۔ د خطاب په آخر كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير ’’پاکستان هميشه زنده باد‘‘ غږ پورته كړو

مزید خبریں