خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې به د هند سپانسرډ ترهګرو ته د پټيدو ځائې نه ترلاسه كيږي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير

  اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دواړو صوبو كښې به ترهګرو ته د پټيدو ځائې نه ترلاسه كيږي۔د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو …

 

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دواړو صوبو كښې به ترهګرو ته د پټيدو ځائې نه ترلاسه كيږي۔د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير د  ترهګرو ناپاك عزائم په شنډولو د امنيتي ځواكونو پيشه وره صلاحيتونه او غير معمولي جرأت وستائيلو۔ ده ووئيل ګڼ شمير كښې د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته سلام كوم ځكه چې د فورسز بهادر سپاهيان د ټول قام سرمايه افتخار دې۔ وفاقي وزير محسن نقوي د دې عزم پخلے وكړو چې امنيتي ځواكونه د هېواد څخه د هند سپانسرډ ترهګرو په بشپړه توګه ختمولو له لوظي دي او ټول قام د ترهګرۍ په ضد دې جنګ كښې د خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔

مزید خبریں