د خېبر پښتونخوا ګورنر صوبه كښې په استخبارات اډانه د عملياتو په مهال د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

  پېښور 13 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په صوبه كښې په استخبارات اډانه په كامياب عملياتو كښې د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كاميابۍ د هغوي د وظيفائي پوهې، مړاني او د قامي عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې …

 

پېښور 13 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په صوبه كښې په استخبارات اډانه په كامياب عملياتو كښې د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كاميابۍ د هغوي د وظيفائي پوهې، مړاني او د قامي عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرو په ضد موثره كارروائۍ امن و استحكام لپاره د امنيتي ځواكونو د غير متزلزل عزم ثبوت دے۔ ده ووئيل د پاكستان دښمنه عناصر او په بهرنۍ سرپرستۍ كښې هڅې كوٶنكي ترهګرو نيټ وركس بشپړه ختمول د وخت حاجت دے۔ ده ووئيل د ترهګرو قبضے څخه وسله، ګوله بارود او چاؤديدونكي توكي برآمد كول د امنيتي ځواكونو د كاميابې تګلاري ثبوت دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔

مزید خبریں