اسلا آپاد ۔ 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټه په سيمه كرم كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوونكو فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو خلاف په استخباراتي آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم د آپرېشن په …
وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه په سيمه كرم كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان خلاف آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلا آپاد ۔ 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټه په سيمه كرم كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوونكو فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو خلاف په استخباراتي آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم د آپرېشن په مهال د ترهه ګرو ګڼو ژالو په موثر ډول ړڼګولو او په لوېي مقدار كښې د وسلې ٬ ګوله بارود او د چاودېدونكو موادو په تر لاسه كولو د امنيتي ځواكونو د پېشه وزره مهارت او د جرات ستائنه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئېل د امنيتي ځواكونو ځوانان د هېواد دښمنه عناصر ناپاكه عزائم خاورې كولو لپاره شپه ورځ مصروف دي او د نېشنل ايكشن پلان تر مخه د هېواد څخه په غېر ملكي سر پرستۍ كښې د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې لپاره به دا جنګ په مكمل قوت سره روان ساتلے شي۔











