اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم په موقع د كان كنې نړيوالو او سرمايه كاره كمپنو اعلیٰ چارواكو سره مهم ملاقاتونه وكړل چې پكښې د پاكستان معدني څانګه كښې د غير ملكي سرمايه كارۍ ودې او دنړيوالو شراكت دارو ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير د بيرك مائننګ كارپوريشن چيئرمېن جان تھورنټن، د …
د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك د كان كنې نړيوالو كمپنو مشرانو سره ملاقاتونه، چاغي كښې د اوسپني او سرو زرو لټون په لوظنامه لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم په موقع د كان كنې نړيوالو او سرمايه كاره كمپنو اعلیٰ چارواكو سره مهم ملاقاتونه وكړل چې پكښې د پاكستان معدني څانګه كښې د غير ملكي سرمايه كارۍ ودې او دنړيوالو شراكت دارو ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير د بيرك مائننګ كارپوريشن چيئرمېن جان تھورنټن، د سكاټش كمپني وئير چيف ايګزيكټو اينډريو نيلسن، د ټريفيګورا مشر ابراهيم الجزار او تركيې چالك هولډنګ چيف ايګزيكټو مصطفيٰ اك سوئے سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ده د ايوانهو مائنز رابرټ فريډلينډ په مشرۍ كښې پلاوي سره هم وليدل۔د ملاقات په مهال د وئير چيف ايګزيكټو د ريكوډك منصوبه كښې موجوده شموليت نه علاوه د پاكستان نورو معدني منصوبو كښې هم د برخي اغستو خوښي څرګنده كړه دغسې ټريفيګورا د پاكستان زنك بيريټ منصوبې نه علاوه ايل پي جي، بانډډ سټوريج او ريفائنري په څانګو كښې د سرمايه كارۍ لټولو خوښي ولرله۔وفاقي وزير د ايوانهو مائنز او ميري منرلز ترمينځه د بلوچستان چاغي ضلع كښې د اوسپني او سرو زرو پانګو لټون په لوظنامه د لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو۔د لوظنامې ترمخه دواړه كمپنۍ به سيمه كښې د معدني پانګو صلاحيت جاج اخستو او د اوسپني او سرو زرو وسائل د پرمختګ امكانات لپاره هلي ځلي ترسره كوي۔











