غزه۔ 12 نومبر (اے پي پي) د غزه په سوئېلې ښار خان يونس كښې د ناصر هسپتال په ودانۍ فضائي بريد كښې د يو سرجن پشمول 5 فلسطنيان شهيدان او 20 ژوبل شول۔ د بي بي سي تر مخه د غزه سول ډيفنس ادارې يو عهدېدار وئېلي دي د زيارت په سهار جنګي الوتكو په مېزائل توغولو د هسپتال وداني په نخښه كړه چې پكښې د سرجيكل وارډز او …
غزه٬ په ناصر هسپتال د اسرائيل فضائي بريد كښې 5 فلسطنيان شهيدان

مزید خبریں
غزه۔ 12 نومبر (اے پي پي) د غزه په سوئېلې ښار خان يونس كښې د ناصر هسپتال په ودانۍ فضائي بريد كښې د يو سرجن پشمول 5 فلسطنيان شهيدان او 20 ژوبل شول۔ د بي بي سي تر مخه د غزه سول ډيفنس ادارې يو عهدېدار وئېلي دي د زيارت په سهار جنګي الوتكو په مېزائل توغولو د هسپتال وداني په نخښه كړه چې پكښې د سرجيكل وارډز او ډېر نګهداشت (آئې سي يو ) څانګې وې٬ په سوشل مېديا شيئر كړو وېډيوز كښې د ودانې نه لوګے خيژي او په دوېم منزل تباهي لېدلې كېږي چرته چې د چاؤدنې نه پس طبي آلات او كټونه خواره واره پراته دي۔د ناصر مېډيكل كمپلېكس ډائرېكټر ووئېل په بريد كښې د مېرمنو او نارينه وو سرجېكل او آئې سي يو څاڼكو ته سخت زيان رسېدلے دے۔ د دې نه وړاندې د سول ډيفنس وياند محمود بصل اے ايف پي ته وئېلي وو په بريد كښې 6 فلسططنيان شهيدان شوي دي۔ بي بي سي ووئېل د اسرائيل د اړخه په غزه كښې په خپلواكه رپورټنګ د بندېز له امله د فضائي بريد تفصيلات په آزادۍ سره تصديق ونه شو۔ د دې نه وړاندې ناصر هسپتال په 2025 كښې په نخښه كړے شوے ؤ چې پكښې 20 كسان شهيدان شوي وو۔











