ملګري ملتونه۔ 12 نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې د كلونو جنګ او د معاشي بحران نه پس لبنان كښې 10 لاكهه نه زيات كسان د شديد غذائي تحفظ نه لرلو ښكار دي ۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو د خوراك او كركېلې نړيوال پروګرام (ايف اے او) او د لبنان د كركېلې وزارت يو شريك بيان كښې وئېلي دي د ودانۍ نزدې …
لبنان كښې 10 لاكهه كسان د شديد غذائي تحفظ نه لرلو ښكار دي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 12 نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې د كلونو جنګ او د معاشي بحران نه پس لبنان كښې 10 لاكهه نه زيات كسان د شديد غذائي تحفظ نه لرلو ښكار دي ۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو د خوراك او كركېلې نړيوال پروګرام (ايف اے او) او د لبنان د كركېلې وزارت يو شريك بيان كښې وئېلي دي د ودانۍ نزدې 25 فيصد برخه د غذائي تحفظ بحراني يا د دې نه هم د بد تره حالاتو سره مخ دي٬ هغوي د حالات ښه كولو لپاره د سمدستي ګامونو اغستو غوښتنه وكړه ۔ځكه چې د راتلونكې كال تر مينځو ومانې دا شمېره 11 لاكهه 50 زره ته د رسېدو قوي امكان ښودلے شوے دے۔ د ملګرو ملتونو ادارو ووئېل د روزګار موقعې محدود دي ٬ بچتونه ختم شوي او د پورونو بار زيات دے ٬ دغسې خوراك ٬ ايندهن او د نورو د ضرورت څيزونو بيعې په بجټ پرله پسې فشار راوړي۔د ملګرو ملتونو تر مخه د غذائي تحفظ د نشتوالي د دې كچې مطلب داسې كورونه دي څوك چې د خوراك ښكار دي يا د لږ نه لږ ضروريات تر سره كولو لپاره د بيړني اقدامات لكه اثاثې خرڅولو ته مجبور دي۔ هغوي ووئېل تر ټولو د اندیښنې وړ حالات په سوئېلې لبنان كښې دي چرته جې د شخړې ځپلې سيمې قطب او ختيز پلو پرتې دي۔











