لاهور 12 نومبر (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي د نېشنل کرکټ اکيډمۍ ماسټر پلان په جوړولو كښې عاقب جاويد او ډيزائننګ ډلې ډېره خواري كړې ده ، اکيډمي له به تر ټولو جديد سهوليات وركولې شي او د دې بشپړولو لپاره تر 31 جنوري وخت مقرر کړے شوے۔نېشنل کرکټ اکيډمي لاهور كښې ميډيا سره خبرو كښې محسن نقوي د عاقب جاويد هڅي …
عاقب جاويد د نېشنل کرکټ اکيډمۍ په ماسټر پلان ډېر محنت کړے۔ محسن نقوي

مزید خبریں
لاهور 12 نومبر (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي د نېشنل کرکټ اکيډمۍ ماسټر پلان په جوړولو كښې عاقب جاويد او ډيزائننګ ډلې ډېره خواري كړې ده ، اکيډمي له به تر ټولو جديد سهوليات وركولې شي او د دې بشپړولو لپاره تر 31 جنوري وخت مقرر کړے شوے۔نېشنل کرکټ اکيډمي لاهور كښې ميډيا سره خبرو كښې محسن نقوي د عاقب جاويد هڅي ستائيلو سره ووئيل د اکيډمۍ په ماسټر پلان هغه د ډيزائننګ ډلې سره ډېره خواري کړې۔دا به يوه اسټيټ آف دي آرټ اکيډمي وي،چرته به چې د نړۍ ښه مشينري او جديد سهوليات وركولې شي۔د پي سي بي چيئرمېن ووئيل نېشنل کرکټ اکيډمي كښې به د لوبغاړو صلاحيتونه زياتولو لپاره خاص تربيتي کيمپس كولې شي،كوم به چې د درېو نه تر 6 مياشتو وي۔ د دې کيمپس مقصد د لوبغاړو كمزورۍ لرې كول او هغوي د دې جوګه كول دي چې قامي اسکواډ كښې د ګدون نه پس د بنيادي څيزونو د زده كړې په ځائے د نيغ په نيغه کارکردګۍ ښودلو موقع ترلاسه شي۔ده هيله څرګنده كړه چې راروانو 6 مياشتو كښې به د اکيډمۍ څخه تربيه ترلاسه كوونكي نوي ټيلنټ رامخې ته شي،دې سره به قامي ډلي ته ګټه ورسي۔سينټرل کنټريکټس په اړه د پوښتني په ځواب محسن نقوي ووئيل کنټريکټس له به يو دوو ورځو كښې حتمي شکل وركړے شي۔ محمد رضوان او امام الحق معاملات په اړه ده ووئيل د اين سي سي آئي بريفنګ او ځيني چارو وضاحت نه پس به په دې اړه ډير زر پريكړه وكړې شي۔











