انطاليه 12 نومبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د عراق صدر نزار محمد سعيد اميدي او ورور عراقي اولس ته اوسنو پارليماني ټاكنو په كاميابولو او د نوي حكومت په جوړېدو مباركي وركولو سره د عراق خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬قامي اتحاد او استحكام لپاره د پاكستان غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا خبره وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د عراق صدر سره ملاقات٬ په ګڼ اړخيزه فورمز نزدې رابطه كارغ ٬مرستې دوامداره ساتلو له د عزم پخلے

مزید خبریں
انطاليه 12 نومبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د عراق صدر نزار محمد سعيد اميدي او ورور عراقي اولس ته اوسنو پارليماني ټاكنو په كاميابولو او د نوي حكومت په جوړېدو مباركي وركولو سره د عراق خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬قامي اتحاد او استحكام لپاره د پاكستان غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا خبره وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د كوپ 31 په موقع د جمهوريه عراق صدر نزار محمد سعيد اميدي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔وزيرعظم صدر نزار اميدي او د عراق ورور اولس ته اوسنو پارليماني ټاكنو په كاميابولو او د نوي حكومت په جوړېدو مباركي وركړ ه ۔وزيراعظم د عراق خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬قامي اتحاد او استحكام لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو ۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د شريك مذهب٬تاريخي روابط او په اولسي كچه په قوي اړيكو اډانه د پاكستان او عراق د پخوانو اړيكو د اهميت پخلے وكړو ۔دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره دواړو هېوادونو د اعلٰی كچ پرله پسې تبادلو او اداره جاتي روابط په اهميت زور راوړو۔ دغس ېوزيراعظم صدر نزار اميدي ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستې د ټولو څانګو جاج واخستلے شو چې پكښې په خاص توګه تجارت٬سرمايه كاري٬افرادي قوت٬تعمير نو٬كركيلې او د دفاع څانګې شاملې دي۔ په دې مهال وزيراعظم د پاكستان زائرين ته آسانيو وركولو لپاره د عراق مرسته او اقدامات وستائېل او دواړو لارښودو په سيمه ايزه او نړيواله وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔











