معدني څانګه كښې د سرمايه كارۍ ودي لپاره سرمايه کار دوسته پاليسۍ،د نړيوالو کمپنيو سره شراکت دارۍ ته اړتيا ده ۔ د تجارت وفاقي وزير

  اسلام آباد 12 نومبر  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي پاکستان كښې د معدني وسائلو پراخه پانګي شته كومې چې د هېواد برآمدات زياتولو، د غير ملکي سرمايه کارۍ ودې او د  روزګار نوو موقعو راپيدا كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي، معدني څانګه كښې د سرمايه کارۍ ودي لپاره سرمايه کار دوسته پاليسۍ ، وفاقي او د صوبائي حکومتونو ترمينځه مؤثره …

 

اسلام آباد 12 نومبر  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي پاکستان كښې د معدني وسائلو پراخه پانګي شته كومې چې د هېواد برآمدات زياتولو، د غير ملکي سرمايه کارۍ ودې او د  روزګار نوو موقعو راپيدا كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي، معدني څانګه كښې د سرمايه کارۍ ودي لپاره سرمايه کار دوسته پاليسۍ ، وفاقي او د صوبائي حکومتونو ترمينځه مؤثره مرستې او  د نړيوالو کمپنيو سره شراکت دارۍ ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ووډ ميکنزي پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه چې پكښې د پاکستان معدني څانګه كښې د سرمايه کارۍ موقعو، نړيوالي شراکت دارۍ او شريكو پروژو په امکانات د خيالاتو څړګندونه وشوه۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې د تانبې، اوسپني ، اينټيمني او قيمتي كاڼو پشمول د مختلف معدنيات پانګي شته د كومو څخه چې بشپړې استفادې کولو سره د هېواد معيشت مستحکميدې او برآمدات زياتيدې شي۔ده د کان کنې په څانګه كښې په كارېدونكو آلات درآمدي ډيوټي كمولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل  دې اقدام سره د سرمايه کارۍ لګښت كمولو او جديد ټيکنالوجي كارولو ته ودي وركولو له به مرسته تر لاسه شي۔ ملاقات كښې د پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم چمتوالي په اړه هم خبرې وشوې۔ جام کمال خان ووئيل پاکستان د نړيوال معدني سرمايه کارو راغب کولو بشپړ صلاحيت لري او حکومت معدني وسائل معاشي پرمختګ، برآمدات زياتولو او  د روزګار نوو موقعو پيدا کولو ذريعه جوړولو لپاره اقدامات کوي۔

مزید خبریں