انطاليه 12 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او فن لينډ د ملګرتيا پخوانۍ اړيكي په تجارت و سرمايه کارۍ، تعليم و د هنرمندۍ په ودې، ټيکنالوجۍ ، د موسمياتي بدلونونو مخنيوي صلاحيت او د اولسي رابطو بشمول بيلو څانګو كښې په سباؤن اډانه قوي شراکت دارۍ بدلولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له …
وزيراعظم شهباز شريف د کوپ31 په موقع د فن لينډ صدر اليګزينډر اسټب سره وليدل،د شريكي خوښې څانګو كښې د مرستي په لا مستحکمولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
انطاليه 12 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او فن لينډ د ملګرتيا پخوانۍ اړيكي په تجارت و سرمايه کارۍ، تعليم و د هنرمندۍ په ودې، ټيکنالوجۍ ، د موسمياتي بدلونونو مخنيوي صلاحيت او د اولسي رابطو بشمول بيلو څانګو كښې په سباؤن اډانه قوي شراکت دارۍ بدلولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د تركيې په انطاليه ښار كښې د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون کنفرنس (کوپ31) غونډې په موقع د فن لينډ صدر اليګزينډر اسټب سره وليدل۔ په ملاقات كښې د پاکستان او فن لينډ اړيكو جاج واخستلے شو او د شريكي خوښې په بيلو څانګو كښې د مرستې په لا مستحکمولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم د دواړو هېېوادونو ترمينځه د ملګرتيا پخوانۍ اړيكي په تجارت و سرمايه کارۍ، تعليم و د هنرمندۍ به ودې، ټيکنالوجۍ، د موسمياتي بدلونونو مخنيوي صلاحيت او د اولسي رابطو بشمول بيلو څانګو كښې په سباؤن اډانه قوي شراکت دارۍ بدلولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم دوه اړخيزه تجارت زياتولو پراخه امکانات رامخې ته كولو سره پاكستان كښې نوکيا، وارټسلا، ميټسو او د ويسالا پشمول د فن لينډ کمپنيو د شتوالي هركلے وكړو۔ ده د کاروباري ادارو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو، د ټيکنالوجۍ منتقل كولو او د ټيلي کميونيکيشن، جديد مينوفيکچرنګ، ماحول دوسته ټيکنالوجيز او د کان کنې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ ترغيب وركړو۔ دواړو لارښودو د موسمياتي بدلونونو، قدرتي آفتونو خطرو كمولو او دماحولياتي مرستي په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د سېلاب د وړاندې څخه خبرتيا، د آبو وسائلو انتظام، موسمياتي بدلونونو سره د سمون لرونكې زراعت، د ګليشيئرز د نګرانۍ او په وخت د خبرداري نظام په څانګو كښې د فن لينډ تکنيکي پوهي څخه استفادې کولو له خوښي څرګنده كړه۔ خبرې اترې، ثالثي او د شخړو امناكه هواري په اهميت زور راوړلو سره لارښودو د يوکرين او لويديز اسياﺀ شخړو امناكه او تل پاتي حل لپاره په روانو سفارتي هڅو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صدر اليګزينډر اسټب د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو او د ثالثۍ سهولت کارۍ كښې د پاکستان کردار وستائيلو۔دواړو لارښودو د شريكو رابطو برقراره ساتلو او دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو له د عمل وړ اقدامات كولو ته اتفاق وكړو۔دغسې وزيراعظم صدر اليګزينډر اسټب له د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔











