د اسرائيلي پوځ ډزې او بمباري ٬  غزه كښې نور 3 وګړي شهيدان ٬ ګن ژوبل

  غزه۔ 12 نومبر (اے پي پي)  د اسرائيلي پوځ په ډزو او بمبارۍ كښې  غزه كښې نور 3 وګري  شهيدان او ګڼ ژوبل شول۔   د فلسطين د اطلاعات مركز  تر مخه   په منځنۍ غزه كښې د قابضو  اسرائيلي  ځواكونو په ډزو  يو وګړے  ايمن عطاﺀ الله  او شهيد  شو۔  په غزه ښار كښې  الحلا سټرېټ كښې په يوه خيمه د اسرائيل  په بمبارۍ كښې  شديد ژوبل شوے ځوان محمد …

 

غزه۔ 12 نومبر (اے پي پي)  د اسرائيلي پوځ په ډزو او بمبارۍ كښې  غزه كښې نور 3 وګري  شهيدان او ګڼ ژوبل شول۔   د فلسطين د اطلاعات مركز  تر مخه   په منځنۍ غزه كښې د قابضو  اسرائيلي  ځواكونو په ډزو  يو وګړے  ايمن عطاﺀ الله  او شهيد  شو۔  په غزه ښار كښې  الحلا سټرېټ كښې په يوه خيمه د اسرائيل  په بمبارۍ كښې  شديد ژوبل شوے ځوان محمد نبيل عبدالطيف مقبول د زخمونو په زور نه راوړلو  شهيد شو۔  دغسې د غزه په لوېديزه سيمه كښې  په النصر كوڅه كښې د اسرائيلي ډرون په بمبارۍ كښې يو وګړے هاني الخضري شهيد شو۔ دا بريدونه  په 10 اكتوبر  د نافذ شوې جنګ بندۍ د لوظ نامې  د اسئرايل لخوا د پرله پسې خلاف ورزو برخه دي۔

مزید خبریں