وزيراعظم محمد شهباز شريف  د كوپ 31 په موقع د سوډان د عبوري خپلواكۍ كونسل صدر سره ملاقات

  اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې انطاليه ښار كښې د كنفرنس آف پارټيز(كوپ 31)اعلٰی غونډې په موقع د جمهوريه سوډان عبوري خپلواكۍ كونسل صدر جنرل عبدالفتاح البرهان سره ملاقات وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم د پاكستان او سوډان د اوږد  مهاله وروورلۍ اړيكو پخلې كولو سره د سوډان خپلواكۍ٬اتحاد او سلامتيا لپاره …

 

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې انطاليه ښار كښې د كنفرنس آف پارټيز(كوپ 31)اعلٰی غونډې په موقع د جمهوريه سوډان عبوري خپلواكۍ كونسل صدر جنرل عبدالفتاح البرهان سره ملاقات وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم د پاكستان او سوډان د اوږد  مهاله وروورلۍ اړيكو پخلې كولو سره د سوډان خپلواكۍ٬اتحاد او سلامتيا لپاره د پاكستان غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو ۔وزيراعظم  د موجوده چېلنجونو په لړ كښې د سوډان ورور اولس سره د يو والي څرګندونه هم وكړه ۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو په طريقو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده په خاص توګه د پرمختګ كوونكو هېوادونو د موسمياتي بدلون اثرات په اړه چېلنجونو او د دغې اثرات مقابلې لپاره نړيوالې مرستې ته لا  د ودې وركولو په اهميت هم زور راوړو ۔۔

مزید خبریں