اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حكومت اسلامي مالياتي ماركيټ پراخه او زيات فعالولو له لوظي دے، اسلامي مالياتي ماركيټ او اسلامي سكوك څانګه كښې نور پيشرفت لپاره به حكومت، نجي څانګي، مالياتي ادارو، بينكونو او ريګوليټرز له په كډه كار كول وي،هېواد كښې د سكوك اجرا حجم 2026ء كښې په زياتيدو سره 4.4 زره اربه روپو ته رسيدلے …
حكومت اسلامي مالياتي ماركيټ لا پراخه كولو له لوظي دے، د خزاني وزير د ساورن سكوك اجرا څخه د 10 ټريليونه روپو ترلاسه كولو د تاريخي كاميابۍ په اړه دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حكومت اسلامي مالياتي ماركيټ پراخه او زيات فعالولو له لوظي دے، اسلامي مالياتي ماركيټ او اسلامي سكوك څانګه كښې نور پيشرفت لپاره به حكومت، نجي څانګي، مالياتي ادارو، بينكونو او ريګوليټرز له په كډه كار كول وي،هېواد كښې د سكوك اجرا حجم 2026ء كښې په زياتيدو سره 4.4 زره اربه روپو ته رسيدلے دے۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د ساورن سكوك اجرا د لارې 10 ټريليونه روپو ترلاسه كولو تاريخي كاميابۍ په اړه دستوري ته وينا كښې وكړه۔د خزاني وزير ووئيل دا يو خوشبينه پيشرفت دے چې هېواد كښې د سكوك اجرا 10 زره اربه روپو مجموعي كچي څخه زياته شوې ده ، د سكوك اجرا حجم 2026ء كښې 4.4 زره اربه روپو ته رسيدلے دغسې تير كال دا نزدې 2 زره اربه روپۍ ؤ ، دغسې په كلنه بنيادونو په دې كښې 113 فيصده اضافه ريكارډ شوې ٬ كه 5 كاله وړاندې د شميري جاج واخستلے شي نو هغه وخت د سكوك اجرا نزدې 761 اربه روپۍ وه ٬ ، ده وئوېل دغسې د تيرو 5 كلونو په مهال د دې څانګي كلنه شرح نمو نزدې 22 فيصد وه ۔د خزاني وزير ووئيل د دې پيشرفت اهميت يواځې د سكوك اجراء تر مجموعي حجم محدود نه دے بلكه دا ماركيټ متنوع كولو،نوي مالياتي آلات معارفي كولو او زيات لچكدار نظام جوړولو لپاره هڅي هم د ستائني وړ دي۔ده ووئيل د خزاني وزارت او ډيټ مينجمنټ آفس د سټيټ بينك په مرسته د هائبرډ ګورنمنټ سكوك معارفي كولو مهم پيشرفت كړے ٬ د دې نظام ترمخه بيلو شرعي اصولو سره مطابقت لرونكي مالياتي ډھانچې يو كړې شوي چې ورسره د سركاري ملكيتي اثاثو په كارولو كښې زيات لچك راپيدا شور۔ده ووئيل د درېو نه تر 6 مياشتو لنډي مودې سكوك معارفي كول هم يو مهم اقدام دے، د دې كاميابيو باوجود په ځيني څانګو كښې پام لرني ته اړتيا ده۔











