وزيراعظم شهباز شريف په كوهاټ كښې د ترهه ګرۍ بريد كښې د خېبر پښتونخوا پوليس 10 اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

  انطاليه 12 نومبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په كوهاټ كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د خېبر پښتونخوا پوليس 10 اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم …

 

انطاليه 12 نومبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په كوهاټ كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د خېبر پښتونخوا پوليس 10 اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره ولاړ دے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د كوهاټ په داره بكاخ سيمه كښې د ترهه ګرو بريد غندنه وكړه او د ترهه ګرو په ضد په مړانه جنګيدو سره شهيد شوي ډپټي سپرنټنډنټ آف پوليس حيدر زمان پشمول د خېبر پښتونخوا پولسي 10 اهلكارو ته يې پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس مېړنو افسرانو او ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د فرض شناسۍ، مړاني او بهادرۍ عظيم مثال جوړ كړو ،د هېواد امن و سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونوكي پوليس اهلكار د قام اتلان دي۔وزيراعظم د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغام لپاره دعا اوكړه۔

مزید خبریں