نيويارك۔ 12 نومبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه په 24 نومبر كېږي٬ چې پكښې د مصنوعي ځېركتيا (اے آئي) د خود كاره ټېكنالوجيز پشمول په بيړه پرمختګ كونكې ټېكنالوجي په وسله والو شخړو او د هغې په هواري د اثرات جاج به اخستلې شي ۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه غونډه كښې به په نړيوال امن او د سلامتيا لپاره د دې جديد ټېكنالوجۍ …
اے آئې ٬ د خود كاره ټېكنالوجۍ په وسله والو شخړو او د هغې په هواري د اغيزو جاج اغستلو لپاره د سلامتي كونسل غونډه په 24 نومبر كېږي

مزید خبریں
نيويارك۔ 12 نومبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه په 24 نومبر كېږي٬ چې پكښې د مصنوعي ځېركتيا (اے آئي) د خود كاره ټېكنالوجيز پشمول په بيړه پرمختګ كونكې ټېكنالوجي په وسله والو شخړو او د هغې په هواري د اثرات جاج به اخستلې شي ۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه غونډه كښې به په نړيوال امن او د سلامتيا لپاره د دې جديد ټېكنالوجۍ څخه په راپېدا شوو موقعو او خطرو خبرې كولې شي۔ دا اوپن مباحثه د لټويا د اړخه رابللې شوې ده كوم به چې په نومبر كښې د سلامتي كونسل مشري كوي۔د غونډې مشري به د لټويا صدر ايډ ګرز رنكيو كوي۔ د غونډې سر خط ٬٬ په تند رفتاره تكنيكي بدلون دوره كښې د شخړو هوارے٬٬ ټاكلے شوے دے۔ مباحئثه كښې به د شخړو هواري په بېلا بېلو پراؤونو كښې د جديد ټېكنالوجۍ د كارولو جاج اغستلې شي چې پكښې اېتدائې خبردارے ٬ د شخړو مخ نيوے ٬ ثالثي ٬ امن مشنز او د شخړو نه پس بحالي شامله ده۔











