نيپال٬ الېكټرك مائيكرو بس ګړنګ ته پرېوتو٬ 10 كسان مړه٬ 5 ژوبل

  كټهمنډو۔ 12 نومبر (اے پي پي)  د نيپال په مكوان پور ضلع كښې يو الېكټرك مائيكرو بس ګړنګ ته پرېوتو چې پكښې 10 كسان مړه او 5 ژوبل شول۔ د شنهوا   تر مخه  د ضلعېې پوليس دفتر وياند مادهو پرساد كافلے وئېلي  دي  دا پیښه  د زيارت په ورځ سهار نزدې 6 بجې او په 10 منټه په چسباني ګړهۍ كښې رامخې ته شوه چرته چې د كهټمنډو  نه …

 

كټهمنډو۔ 12 نومبر (اے پي پي)  د نيپال په مكوان پور ضلع كښې يو الېكټرك مائيكرو بس ګړنګ ته پرېوتو چې پكښې 10 كسان مړه او 5 ژوبل شول۔ د شنهوا   تر مخه  د ضلعېې پوليس دفتر وياند مادهو پرساد كافلے وئېلي  دي  دا پیښه  د زيارت په ورځ سهار نزدې 6 بجې او په 10 منټه په چسباني ګړهۍ كښې رامخې ته شوه چرته چې د كهټمنډو  نه سر لاهي ضلعې ته تلونكے مائيكرو بس نزدې 700 ژورې كندې ته پرېوتو  ٬ د كومې په نتيجه كښې چې 10 كسان مړه او 5 ژوبل شول٬ د پیښې په ځائے  سرچ اېنډ ريسكيو آپرېشن روان دے۔ وياند ووئېل  د مرستې  هلو ځلو لپاره  وسله وال پوليس ٬ د نيپال پوليس  او د نيپالي پوځ ډلې په ځائے كړې شوي دي۔

مزید خبریں