صدرِ مملکت  کوهاټ كښې د ترهه ګرو په بريد كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد۔12نومبر  (اے پی پی):صدرِ مملکت آصف علی زرداري کوهاټ كښې د ترهه ګرو په بريد  كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې كولو سره  وئېلي دي امن، استحکام او د سلامتیا لپاره د ځانونو  نذرانه وړاندې  كوونكو  شهداء قربانۍ عمر له يادې ساتلې شي  ۔ د ایوان صدر  پریس ونګ نه د جاري بيان  تر مخه صدرِ مملکت د ترهه ګرو د بريد  سخته غندنه وكړه  …

 

اسلام آباد۔12نومبر  (اے پی پی):صدرِ مملکت آصف علی زرداري کوهاټ كښې د ترهه ګرو په بريد  كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې كولو سره  وئېلي دي امن، استحکام او د سلامتیا لپاره د ځانونو  نذرانه وړاندې  كوونكو  شهداء قربانۍ عمر له يادې ساتلې شي  ۔ د ایوان صدر  پریس ونګ نه د جاري بيان  تر مخه صدرِ مملکت د ترهه ګرو د بريد  سخته غندنه وكړه  او بريد كښې  شهیدو شوو  پولیس اهلکارو ته يې پرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل  د ترهه ګرۍ  خلاف جنګ كښې  د  خیبر پښتونخوا د پولیس قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ باعثِ دي ۔ صدرِ مملکت د  شهداء کورنيو سره د زړه له كومې  غمرازي ٬ د خواخوږۍ  او مکمل یوالي څرګندونه وكړه  ۔ ده ووئېل د ترهه ګرو بزدلانه  بريد زمونږ حوصلې نشي ماتولې، د هېواد څخه د ترهه ګرۍ  مکمل خاتمې لپاره قامي عزم غیر متزلزل دے۔ صدر آصف علی زرداري ووئېل  پولیس او   نورو د قانون نافذ کونكو ادارو اهلکارو د اولس د ځان و مال تحفظ لپاره  د قدر وړ خدمات او  قربانۍ وركړې ده ۔ صدرِ مملکت  په پیښه كښې د وژبل پولیس اهلکارو زر  روغتيا لپاره هم د نیکو هېلو څرګندونه وكړه۔

 

مزید خبریں