د قامي ورثه او كلتور ډويژن په اړه د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن  د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ لسمه غونډه قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ دستور روم اسلام آباد كښې وشوه چې مشري يې د قامي اسمبلۍ غړې سيده نوشين افتخار وكړه۔د غونډې پیل كښې كمېټۍ د خپلې تېرې غونډې د كاروائۍ د منټس منظوري وركړه او تېره غونډه كښې په وركړو سفارشات د عملدرآمد په اړه د رپورټ جاج واخستلے شو …

 

اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن  د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ لسمه غونډه قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ دستور روم اسلام آباد كښې وشوه چې مشري يې د قامي اسمبلۍ غړې سيده نوشين افتخار وكړه۔د غونډې پیل كښې كمېټۍ د خپلې تېرې غونډې د كاروائۍ د منټس منظوري وركړه او تېره غونډه كښې په وركړو سفارشات د عملدرآمد په اړه د رپورټ جاج واخستلے شو ۔كمېټۍ خبر كړی شوه چې نېشنل لائبريري آف پاكستان(اين ايل پي)په اړه په سفارشات عملدرآمد كولو سره د پاكوالي انتظامات ښه كړې شوي ۔كتابتون كښې 4 واټر كولر٬ 52 لاكرز او 16 سي سي ټي وي كيمرې لګولې  شوي دي او  د ډيجيټل ممبرشپ انټرفيس ابتدائي استعمال وړ ماډل (ايم وي پي)هم جوړ كړے شوے۔دغسې ووئېل شول نېشنل لائبريري كښې  د رضا كارانه سي ايس ايس رهنمائي پروګرام سږ كال د وړومبي اكتوبر د موجوده  وسائل تر مخه پېل شوے۔پروګرام كښې د ګډون كوونكو حاضرۍ نګراني كيږي او د دې افاديت او اثرات جاج اغستو لپاره وخت په وخت تجزيې هم كولې شي۔كمېټي د كلتوري نوادرات غېر قانوني قاچاق مخ نيوي٬د دې مستند شناخت لپاره تكنيكي صلاحيت او د تېرو پنځو كلونو په مهال بهر هېوادونو څخه د نوادرات راستنولو په اړه هم خبر كړې شوه

مزید خبریں