اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال پارلیماني نګرانۍ نظام لا موثره او قوي كولو لپاره ټاكلې موده كښې د آدټ، پبلك اکاؤنټس کمېټۍ (پي اے سي) په سپارښتنه ډیجیټل ټریکنګ ، پیشه وره تحقیقي معاونت او سرکاري محکمو په کارکردګۍ اډانه احتساب پشمول ګڼ اصلاحات تجویز کړې دي۔د شورو په ورځ د ’’پارلیماني نګرانۍ استحکام، پبلك اکاؤنټس …
وفاقي وزیر احسن اقبال د پارلیماني نګرانۍ او سرکاري محکمو احتساب نظام موثره كولو لپاره ګڼ اصلاحات تجویز كړل

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال پارلیماني نګرانۍ نظام لا موثره او قوي كولو لپاره ټاكلې موده كښې د آدټ، پبلك اکاؤنټس کمېټۍ (پي اے سي) په سپارښتنه ډیجیټل ټریکنګ ، پیشه وره تحقیقي معاونت او سرکاري محکمو په کارکردګۍ اډانه احتساب پشمول ګڼ اصلاحات تجویز کړې دي۔د شورو په ورځ د ’’پارلیماني نګرانۍ استحکام، پبلك اکاؤنټس کمېټۍ ‘‘ په سرخط دستوري ته وينا كښې ده ووئيل پارلیمنټ، آډیټر جنرل آف پاکستان او د خزاني وزارت بايد په دې خبره اتفاق وكړي چې د هر مالي كال په آخر به 12 مياشتو كښې دننه آډټ شوے رپورټس پي اے سي ته وړاندې كولې شي۔ده تجویز وركړو چې د پرمختيائي منصوبو ریئل ټائم او خطرو په بنیاد آډټ د معمول برخه جوړه شي دغسې چې د پي اے سي په سپارښتنه عملدرآمد لپاره واضحه موده وټاكلې شي۔وفاقی وزیر د پي اے سي سیکرټريټ او آډيټر جنرل دفتر ترمينځه ډیجیټل کمپلائنس ټریکنګ نظام جوړولو هم تجویز ورګړو چې ترمخه به ئې د يو ډیش بورډ د لارې د کمېتۍ په سپارښتنه د اړوندو محکمو د اړخه د عملدرآمد صورتحال جاج اخستلے شي۔ده ووئيل بايد د پي اے سي په سپارښتنه پرله پسې نظر انداز کوونكې پرنسپل اکاؤونټنګ افسران (پی اے اوز) په ضد د هغوي د کارکردګۍ د جاج اخستلو په مهال کارروائی وكړې شي او د هغه كلنه پټ رپورټس (اے سي آرز) كښې د کمېټۍ په سفارشات عملدرآمد ته اهميت وركړے شي۔احسن اقبال پارلیمانی نګرانی ادارہ جاتی استعداد زياتولو په حاجت زور راوړلو سره پي اے سي كښې د مستقلې پیشه ورې تحقیقی څانګي جوړولو تجویز وركړو چې پكښې تجزیه كونكې، اکاؤنټنټس او د ډيټا پوهان شامل وي۔











