پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د کوهاټ په ګمبټ سيمه كښې د غېر قانوني ګولډ مائننګ په ضد آپريشن لپاره په روانې پوليس ډله د ترهګرو د ډزو په نتيجه كښې د ګمبټ ډي اېس پي او د سب انسپکټر پشمول لس پوليس اهلكار شهيدان شول ۔ د كوهاټ رېسكيو 1122 له مخې د ډزو پېښه كوهات او د کرك ترمېنځه سيمه دربوکچ، جلندھر بانډه كښې رامخئ ته …
کوهاټ، د ترهګرو په پوليس بريد٬ د ډي اېس پي٬ سب انسپكټر پشمول 10 پوليس اهلكار شهيدان

مزید خبریں
پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د کوهاټ په ګمبټ سيمه كښې د غېر قانوني ګولډ مائننګ په ضد آپريشن لپاره په روانې پوليس ډله د ترهګرو د ډزو په نتيجه كښې د ګمبټ ډي اېس پي او د سب انسپکټر پشمول لس پوليس اهلكار شهيدان شول ۔ د كوهاټ رېسكيو 1122 له مخې د ډزو پېښه كوهات او د کرك ترمېنځه سيمه دربوکچ، جلندھر بانډه كښې رامخئ ته شوه، ترهګرو د بريد په مهال د پوليس ګاډو ته هم اور ولګولو۔ پوليس چارواكو له مخې په شهيدانو كښې د ګمبټ ډي اېس پي حېدر زمان او سب انسپکټر مختيار هم شامل دي٬ د پېښې نه وروستو په ډي اېچ كيو كوهاټ كښې ايمرجنسي نافذ كړې شوه٬ رېسكيو 1121 وياند خپل وېډيو پېغام كښې په ګمبټ تحصيل كښې د رامخې ته شوې پېښې تصديق وكړو۔ وياند ووئيل پوليس د غېر قانوني ګولډ مائننګ په ضد اپرېشن كولو۔ بلخوا د آئي جي پي آفس پېښور لخوا د جاري بيان له مخې د کوهاټ پوليس لخوا د عسكريت خوښو او جرائم پېشه كسانو جوړې جاړې له مخې د روان غير قانوني ګولډ مائننګ په ضد اپرېشن كولو چې په دې موقع د ګمبټ تهاڼې په حدود دربوكچ كښې عسكريت خوښو په پوليس بريد وكړو٬ د پېښې نه وروستو په سيمه كښې امنيت ټېنګ كړے شوے او د پوليس اضافي نفري هم غوښتلې شوې ده۔











