نائب وزيراعظم اسحاق ډار د پاکستان منرل انويسټمنټ فورم کاميابي باوري كولو لپاره ټولو غېر ملكي مېلمنو او سرمايه كارو ته  ښه سهولتونه وركول، د موثر پروټوکول انتظامات او د كوټلې و منظمې رابطه کارۍ په اهميت زور راوړو

  اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د معدنيات په څانګه كښې د قامي اقتصادي ترقۍ او نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې كښې په كليدي اهميت رنا اچولو سره د پاکستان منرل انويسټمنټ فورم کاميابي باوري كولو لپاره ټولو غېر ملكي مېلمنو او سرمايه كارو ته ښه سهولتونه وركول، د موثر پروټوکول انتظامات او د كوټلې …

 

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د معدنيات په څانګه كښې د قامي اقتصادي ترقۍ او نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې كښې په كليدي اهميت رنا اچولو سره د پاکستان منرل انويسټمنټ فورم کاميابي باوري كولو لپاره ټولو غېر ملكي مېلمنو او سرمايه كارو ته ښه سهولتونه وركول، د موثر پروټوکول انتظامات او د كوټلې و منظمې رابطه کارۍ په اهميت زور راوړے دے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار ته د پټروليم وزير او د ھغه ډلې د راتلونكې پاکستان منرل انويسټمنټ فورم 2026 لپاره د سفارتي رابطو او د انتظامي چمتوالي په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو په فورم كښې شركت لپاره د راتلونكو نړيوالو پلاويو سره د رابطو، هغوي ته د سهولتونو وركولو او ګډون كوونكو نړيوال مائننګ ادارو ته د بشپړ معاونت وركولو د اقدامات جاج واخست۔ ده د معدنيات څانګې د قامي اقتصادي ترقۍ او نېغ په نېغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ په ودې كښې په كليدي اهميت رڼا واچوله۔ ده د فورم د پاکستان منرل انويسټمنټ فورم کاميابي باوري كولو لپاره ټولو غېر ملكي مېلمنو او سرمايه كارو ته ښه سهولتونه وركول، د موثر پروټوکول انتظامات او د كوټلې و منظمې رابطه کارۍ په اهميت زور راوړو۔ په غونده كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د پټروليم سيکرټري ، د خارجه وزارت سينئر چارواكو او د اړوند وزارتونو نمائندګانو ګډون كولو۔

مزید خبریں